Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې چاودنه؛ ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي

ایبک (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د سمنګان په مرکز ایبک کې په یوې مدرسې کې چاودنه شوې چې له امله یې ۱۵ کسان وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

پېښه نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه، د ایبک ښار اړوند پر بندر سړک په «الجهادیه» مدرسه کې د لمانځه پر مهال شوې ده.

د سمنګان د امنیې قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي پېښه تاييدوي، خو وايي چې نور جزیات به یې وروسته شریک کړي.

خو د ولایتي روغتون یوه مسوول ډاکټر محمدالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل، د پېښې له ځایه ۱۵ جسدونه او ۲۴ ټپيان ور وړل شوي چې په ټپیانو کې د ۸ کسانو روغتیايي حالت ښه نه دی.

دی وايي، په وژل شوو او ټپیانو کې د مدرسې مسوولین او زده‌کوونکي شامل دي.

د ده په خبره، روغتون ته د وروړل شوو ټپیانو له حالته داسې ښکاري چې ګواکې دغه برید ځانمرګی وي.

خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.