ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني هوايي ډګر درې زره جریبه ځمکه غصب شوې ده

د غزني هوايي ډګر درې زره جریبه ځمکه غصب شوې ده

غزني ښار (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): چارواکي وايي، د غزني هوايي ډګر شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه غصب شوې چې کورونه، باغونه او د خښتو بټۍ پکې جوړې شوې دي.

هغوی د غصب شوې ځمکې د خلاصون ترڅنګ، د هوايي ډګر جوړولو د درېدلو چارو د بېرته پیلولو غوښتنه کوي.

د غزني هوايي ډګر مسوول مولوي صفي‌الله محفوظ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه هوايي ډګر چې د غزني ښار ختیځ لوري ارزو کلي ته څېرمه په «یونټ» سیمه کې پر پنځه زره جریبه ځمکه جوړ شوی، له تېرو څو کلونو راهیسې یې درې زره جریبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه زیاته کړه، دغه ځمکه د عامو خلکو له خوا غصب شوې چې کورونه، باغونه او د خښتو بټۍ یې ورباندې جوړې کړې دي.

د نوموړي په خبره، که مرکزي اداره د غزني هوايي ډګر د غصب شوې ځمکې د راګرځولو لپاره ژر اقدام و نه کړي، نو پاتې ځمکه یې هم له لاسه وځي.

هغه وايي، د غزني هوايي ډګر جوړولو کار شاوخوا ۹ کاله مخکې په ۱۳۹۲ لمریز کال کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت له خوا د دغه ولایت په «یونټ» سیمه کې پر ۵ زره جریبه ځمکه د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.

ده وویل، هغه مهال د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د یاد هوايي ډګر د ځمکې هوارولو او په خام ډول د رن‌وې/ ځغاستلیکې جوړولو کارونه وشول، خو وروسته د نامعلومو دلایلو له مخې دا چارې ودرېدې او تر اوسه په ټپه ولاړې دي.

خو محفوظ یادونه وکړه چې هغه مهال د دغه هوايي ډګر جوړولو کار په بنسټیز ډول نه دی شوی؛ ټکس‌وې، ټرمینل او انتظارځایونه نه لري، یوازې یو استنادي دېوال او د ۲ زره متره په اوږدوالي او ۷۰ متره په سور رن‌وې یې جوړه شوې ده.

دی وايي، کله چې بهرني ځواکونه له غزني وتل نو د هوايي ډګر د وي‌سټ او رادار دستګاوې یې ویجاړې کړې چې اوس یې یوازې اسکلېټ پاتې دی.

نوموړی له مرکزي ادارې غوښتنه کوي چې په لومړي ګام کې غصب شوې درې زره جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړي او بیا دې د دغه هوايي ډګر د اساسي جوړولو لپاره ګامونه واخلي.

نوموړی زیاتوي، که په غزني کې هوايي ډګر جوړ او ملکي الوتنې ورڅخه پیل شي، نو د دغه ولایت ترڅنګ به د اووه نورو ولایتونو (دایکنډي، بامیان، میدان وردګ، پکتیا او پکتیکا) د مسافرو ستونزې ورسره حل شي.

ده وویل: «د دغه ولایت لسګونه زره اوسېدونکي په بهرنیو هېوادونو کې مسافر او پر کار بوخت دي چې د هوايي ډګر له جوړېدو سره به نه یوازې دوی ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي، بلکې سیلګري او سوداګري به هم ورسره پراخه شي او د عوایدو یوه ښه سرچینه به شي.»

په غزني کې د غصب مخنیوي کمېسیون مشر عبدالمنان اکرام پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمېسیون یوازې د هغه غصب مخنیوی کوي چې تازه ترسره کېږي، هغه ځمکې چې په تېرو کلونو کې غصب شوې، په نښه او معلومات یې مرکزي ادارې ته استول کېږي څو هغوی یې په اړه تصمیم ونیسي.

د غزني والي مولوي محمداسحاق اخندزاده هم همدا خبره کوي او وايي: «موږ د غصب شوو ځمکو راګرځولو په برخه کې کوټلي ګامونه اخیستي دي، د هغو ځمکو- چې په تېر کې د زورواکو، د تېر نظام د سیاسیونو، وکیلانو او نورو چارواکو له خوا غصب شوې- لیستونه برابروو او مرکز ته یې لېږو څو هغوی یې په اړه تصمیم ونیسي.»

د غزني د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۲۰۰ زره جریبه ډېره ځمکه غصب شوې ده.

Views: 262

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.