اټلانټا (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، غواړي چې په دایکنډي کې د امنیتي ځواکونو له خوا د وژل شوو کسانو په اړه څېړنې وکړي.
دا پېښه تېره اوونۍ د دایکنډي ولایت په سیواک سیمه کې رامنځته شوې وه. هغه مهال د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې وه چې د سیواک شیبر سیمې په یوه کور کې وسلهوال راټول شوي وو، دوی ورته سپین ږيري ولېږل چې وسله کېږدي او د بغاوت هڅه ونه کړي.
خو هغه زیاته کړې وه چې هغوی د وسلې له غورځولو انکار وکړ، وروسته امنیتي ځواکونه اړ شول چې یاد ځای ته ننوځي او په رامنځته شوې نښته کې یو امنیتی سرتېری ووژل شو او دوه نور ټپیان شوي وو.
د مجاهد په وینا، د نښتې پرمهال په متقابلو ډزو کې نهه وسلهوال ووژل شول او دوه نور ټپیان شوي وو.
په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه ټویت کې ویلي، هڅه کوي چې په یاده سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په اړه حقایق ومومي.
سرچینې زیاته کړې، په یاده سیمه کې د ملکي تلفاتو او ماشومانو په ګډون لږ ترلږه د ۸ کسانو د غیر قانوني وژنو ډېر جدي راپورونه ورکړل شوي دي.
یوناما ویلي چې له سرپرست حکومت سره د باوري پلټنو په اړه په اړیکو کې دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم په دې پېښه کې د څلورو ماشومانو- چې عمرونه یې د یوولسو او ۱۴ کلونو ترمنځ وو – پر وژنې خواشیني ښودلې او ټينګار یې کړی چې په دې اړه دې پوښتنې ګروېږنې وشي.
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن