[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو په عام محضر کې د اعدام سزاګانو پر پلې کېدو اندېښنه ښودلې او د افغانستان له سرپرست حکومته یې د درولو غوښتنه کړې ده.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان ویاندې سټيفاني ټریمبلای د دغه سازمان د سرمنشي انټوني ګوټریش له قوله ویلي چې هغه په افغانستان کې د اعدام پر سزاګانو اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې: «موږ د اعدام سزاګانو ځنډولو لپاره غږ کوو.»
بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د افغانستان له سرپرست حکومته یې غوښتي چې د اعدام سزا پای ته ورسوي.
یوناما ویلي چې په هر ډول شرایطو کې له اعدام سره مخالفت کوي.
https://twitter.com/UNAMAnews/status/1600536086496919553?s=20&t=604OBHGXtskB6PT02CQfTg
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت پرون په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې وویل چې په فراه کې یې پر یوه سړي د "قصاص" حکم پلی کړی دی.
په دې خبرپاڼه کې چې د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد له خوا خپره شوې راغلې، د تاجمیر په نوم یوه کس باندې وروسته له هغه "قصاص" پلی شو چې څلور کاله مخکي یې په فراه کې یو بل کس په چاقو وژلی و.
بل لور ته، د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په عام محضر کې د اعدامونو بیا پيل له بشري حقونو د سرغړونې اندېښمنوونکې تازه لړۍ ده.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان اوسني واکمنان په دې کار سره پر بشري حقونو ملنډې وهي او د بشري حقونو نړۍوال قانون ته پام نه کوي.
د فرانسې په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د سرپرست حکومت دغه کار غندلی دی.
د یادونې ده، د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله تېره میاشت قاضیانو ته سپارښتنه کړې وه چې پر هغو دوسیو حدود او قصاص عملي کړي چې ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي.
هغه زیاته کړې وه: «هغه دوسیې چې ټول شرعي شرایط یې پوره کړي وي، مکلف یاست څو حد او قصاص ورباندې جاري کړئ؛ ځکه دا د شریعت محمدي او زما امر دی، درباندې لازم او فرض دی څو عملي یې کړئ.»
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن