ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار خپلو پلویانو ته: د یوې بلې جګړې او مبارزې لپاره چمتووالی ونیسئ

حکمتیار خپلو پلویانو ته: د یوې بلې جګړې او مبارزې لپاره چمتووالی ونیسئ

author avatar
10 Dec 2022 - 08:18
حکمتیار خپلو پلویانو ته: د یوې بلې جګړې او مبارزې لپاره چمتووالی ونیسئ
author avatar
10 Dec 2022 - 08:18

اټلانټا (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له خپلو پلویانو غوښتي چې یوې بلې جګړې او مبارزې ته چمتووالی ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون د جمعې لمانځه په خطبه کې راغلو ګډونوالو ته په خپله وینا کې کړې ده.

هغه زیاته کړې، له کله راهیسې چې له تېر حکومت سره یې د سولې تړون کړی، یواځې دعوتي، فرهنګي او سیاسي کارونه یې ترسره کړي دي.

خو حکمتیار زیاته کړې: «موږ تل پر بین‌الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی، د سولې طرحې مو وړاندې کړې، خو زموږ غوښتنو ته چا جواب ورنه کړ، پر موږ برید وشو. موږ اړ یو چې خپل تصمیم ونیسو او ولس د مزدورو او شریرو خلکو له شره وژغورو.»

د حزب اسلامي مشر وایي، پلویان یې د دوو اشغالګرانو پر ضد وجنګېدل او د هېواد خپلواکۍ لپاره یې خپل مسوولیتونه ادا کړل، په دوو جهادونو کې دوی د اشغالګرانو پر ضد مقاومت پیلوونکي وو او په دې برخه کې یې د ملا د تېر حیثیت درلود.

حکمتیار زیاتوي: «په دې نوې مبارزه کې د الله د نصرت هیله لرو، د حزب اسلامي له متعهدینو غواړو چې یوې بلې مبارزې او جنګ ته اماده‌ګي ولري. د دغه جهاد ګران بار هم ستاسو پر اوږو دی، تاسو کولی شئ چې ملت له دې جنایت‌کاري ډلې خلاص کړئ؛ خدای له تاسو سره دی، تاسو په دې مبارزه کې هم بریالي کېږئ.»

د هغه په وینا، باوري دی چې د حزب اسلامي مجاهدین دغه دښمن ته هم ماتې ورکوي، په داسې حال کې چې نور یې په ماتې ورکولو کې ناکام شول.

د حزب اسلامي مشر د تېرې جمعې برید ته په اشاره وویل، کله چې پلټنې بشپړې شي، د حزب اسلامي مرکزي شورا به نوې پرېکړه اعلان کړي، تر هغه به د داعش دریځ هم معلوم شي؛ ځکه چې د هغوی تور بیرغ له بریدګرو سره موندل شوی، دوی یې باید رد او یا تایید کړي.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د دارالامان پر سړک د حزب اسلامي مرکزي دفتر پر ایمان جومات په داسې حال کې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې لمانځه خطبه ویله، دوو بریدګرو د برید هڅه وکړه چې د ساتونکو له خوا یې ووژل شول.

یو بریدګر له چاودېدونکو توکو خپل ډک موټر ته چاودنه ورکړې او بل بریدګر د جومات پر لوري روان و چې له ساتونکو سره له یوې لنډې نښتې وروسته ووژل شو.

هغه مهال مسوولینو ویلي وو چې په دې پېښه کې د حکمتیار یو ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی او دواړه بریدګر هم وژل شوي دي.

حکمتیار پرون د جمعې خطبه کې دا هم وویل چې بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو.

نوموړی وایي، له بریده وروسته زرګونه کسان راغلل دا پېښه یې وغندل او زرګونه نور کسان هم راغلل او په رضاکارانه توګه یې له دغه جومات او ممبره د دفاع ژمنه وکړه.

خو د حزب اسلامي مشر وویل، دلته د ټولو کسانو د منلو امکانات نشته، خو یو شمېر یې نیول کېږي، د حزب اسلامي د امنیت څانګې ته دې خلک مراجعه وکړي.

هغه د افغانستان له اسلامي امارته هم خینې ګیلې وکړې، ویې ویل دوی یې ملاتړ وکړ، خو امارت د حزب اسلامي هغه پوهنتون وتاړه چې د طالبانو له حرکت څخه یې عمر ډېر دی.

حکمتیار وایي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې سرپرست حکومت د حزب د دفتر او جومات برېښنا پرې کړې ده، خو دوی نه اعتراض وکړ او نه هم شکایت.

د نوموړي په وینا، په تېرو ۱۶ میاشتو کې د حزب اسلامي د دفترونو لګښتونه تړل شوي، د اسلامي امارت لس خپل ساتونکي رالېږلي، خو ډوډۍ پر حزب ده، خو په امنیت کې یې رول له هيڅ سره برابره دی.

هغه وویل: «دا لس کسان دې کومې پوستې ته ولېږي، موږ خپل امنیت په خپله نیولی شو.»

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

Views: 5209

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.