کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په ترکیه کې له محمد محقق او محمدکريم خلیلي سره د هېواد پر روانو مسایلو خبرې کړې او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې یې د افغانستان د مسئلې د حل یوازینۍ لار بللې ده.
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر محمدکریم خلیلي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
هغه زیاتوي، په دغه لیدنه کې چې استانبول ته د کرزي د سفر په ترڅ کې ترسره شوه، د مهمو سیاسي مسایلو په اړه بحث وشو او د افغانستان وضعیت په اړه وویل شول چې د دې ستونزې یوازینۍ حللاره د افغانانو ترمنځ خبرې اترې دي.
د هغه په وینا، هیله څرګنده شوه چې دا غوښتنه به د بینالافغاني خبرو له لارې د یوه اصولي او دوامدار حل او دایمي ثبات او ټولنیز عدالت د تامین لامل شي.
دغهراز، د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له حامد کرزي سره یې د په ترکیه کې د هېواد پر روانو مسایلو تبادل نظر او بحث کړی دی.
حامد کرزي تر اوسه د دغو لیدونو په اړه څه نه دي ویلي.
وروسته له هغه چې د تېر کال د زمري میاشتې پر ۲۴مه نېټه مخکنی حکومت له منځه لاړ او پر ځای یې سرپرست حکومت جوړ شو، د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي له افغانستانه ووتل، خو حامد کرزی په هېواد کې پاتې شو.
حامد کرزي د روان کال د لېندۍ په ۱۲مه متحده عربي اماراتو او له هغه ځایه جرمني او ترکیې ته سفر وکړ چې تر هغه مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې کرزي ته د سرپرست حکومت له خوا د سفر اجازه نه وه ورکړل شوې.
متحده عربي اماراتو ته د حامد کرزي د سفر پرمهال د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد او د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویسټ هم متحده عربي اماراتو ته سفر کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP