ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوناما مشر د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د بندیز په اړه د اقتصاد له وزیر سره لیدلي

د یوناما مشر د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د بندیز په اړه د اقتصاد له وزیر سره لیدلي

author avatar
27 Dec 2022 - 00:24
د یوناما مشر د نادولتي موسسو پر ښځینه کارکوونکو د بندیز په اړه د اقتصاد له وزیر سره لیدلي
author avatar
27 Dec 2022 - 00:24

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) سرپرست ډاکټر رامیز الاکبروف په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د سرپرست حکومت د اقتصاد له وزیر دین‌محمد حنیف سره لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

یوناما د مرغومي په ۵مه پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې الاکبروف د اقتصاد له وزیر سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بېرته واخلي.

سرچینې زیاته کړې: «د یوناما سرپرست نن په کابل کې د طالبانو د اقتصاد له وزیر محمدحنیف سره وکتل او له هغه یې وغوښتل چې په غیردولتي موسسو او انجیوګانو کې له بشردوستانه کارونو د ښځو منع کولو پرېکړه بېرته واخلي.»

د یوناما سرپرست زیاته کړې، په ملیونونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې د خنډونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

د اقتصاد وزارت تر دې مهاله د یادې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

خو د سرپرست حکومت اړوند باختر اژانس په دې اړه په خپل خبر کې ویلي، دواړو لورو په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو او پروژو د لا ښه تطبیق پر لارو چارو خبرې وکړې.

سرچینې زیاته کړې، د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال په دې کتنه کې سرپرست وزیر ته د اسلامي امارت د قوانینو او اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په افغانستان کې د یاد سازمان پروژو د تطبیق ډاډ ورکړ.

د یادونې ده، د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت په یو مکتوب کې ښځې او نجونې په داخلي او بهرنیو غیردولتي سازمانونو او موسسو کې له کار کولو منع شوې دي.

په مکتوب کې چې د اقتصاد د سرپرست وزیر دین محمد حنیف له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې د دغه پرېکړې لامل "د اسلامي حجاب نه مراعات" دی.

د اقتصاد وزارت له خوا په بهرنیو او کورنیو غیردولتي مؤسسو کې د مېرمنو پر کار له بندیز وروسته یو شمېر هیوادونو او نړۍوالو بنسټونو په دغه هېواد کې د مرستو رسولو روان بهیر کې د احتمالي ستونزو رامنځته کېدو په اړه اندېښنې وښودې.

دغه راز ګڼ شمېر هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو دا پرېکړه غندلې او یو شمېر نړۍوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.