کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): ملي دفاع وزارت هغه راپورونه تایید کړل چې د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د «مقاومت جبهې» د دوو قوماندانانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي.
د امو په نوم یوې رسنۍ خبر ورکړی چې د بغلان په اندارب ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې قوماندان خیرمحمد خیرخواه په ګډون د دغې جبهې تر شلو کسان له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خورازمي پژواک خبري اژانس ته دغه خبر تایید کړ، خو په اړه یې جزئیات ورنه کړل.
د مقاومت جبهې ویاند صبغتالله احمدي په خپل ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د هغوی دوه قوماندانان خیرمحمد خیرخواه او غازي مرادي له خپلو کسانو سره د «طالبانو» پر وړاندې وجنګېدل، خو په پای کې د مهماتو د کمښت له امله په نښه او ووژل شول.
احمدي د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د یادې جبهې ځینو نورو کسانو او امنیتي ځواکونو ته هم زیانونه رسېدلي دي.
Views: 424
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن