چاریکار (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست وايي، د وړاندوینو له مخې په راتلونکې یوه اوونۍ کې په سالنګ کې د سختې واورې ورېدو له امله پر دې لویهلاره د ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ټېلري موټرو تګ راتګ بند شوی دی.
د سالنګونو ساتنې او څارنې رییس حافظ محمدیعقوب وايي، له تېرې شپې راهیسې په سالنګ کې واوره اوري او له همدې امله دغه لویهلار د ټریلري موټرو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویهلار – چې د پروان او بغلان ولایتونو ترمنځ په غرونو کې له یوه تونله تېرېږي- پلازمېنه د افغانستان له شمالي ولایتونو سره نښلوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل – غور او غور – هرات لویېلارې او د دغو ولايتونو د نهو ولسواليو لارې له تېرې شپې راهيسې د سختې واورې او توپان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP