د سالنګ لویهلار د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه
د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست وايي، د وړاندوینو له مخې په راتلونکې یوه اوونۍ کې په سالنګ کې د سختې واورې ورېدو له امله پر دې لویهلاره د ګڼېګوڼې کمولو په موخه د ټریلري موټرو تګ راتګ بند شوی دی.

د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د سالنګ لویه لار- چې د تونل دننه اورلګېدنې له امله تړل شوې وه - څو شېبې مخکې د بېړنیو ناروغانو او جنازو لېږدوونکو کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوه.