ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه‌لار د کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه‌لار د کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
21 Dec 2022 - 14:35
د سالنګ لویه‌لار د کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
21 Dec 2022 - 14:35

پلخمري (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د سالنګ لویه لار- چې د تونل دننه اورلګېدنې له امله تړل شوې وه – څو شېبې مخکې د بېړنیو ناروغانو او جنازو لېږدوونکو کوچنیو موټرو پر مخ خلاصه شوه.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني پژواک اژانس ته وویل، د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې مسوول له خوا د ورکړل شوي خبر له مخې، سالنګ تونل د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شو.

دغه‌راز، د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عابدي هم پژواک ته وویل چې سالنګ لویه لار د کوچنیو مسافروړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «اوسمهال د بېړنیو ناروغانو او جنازو موټرو ته له تونل څخه د تېرېدو اجازه ورکول کېږي، خو وروسته به ټولو کوچنیو مسافروړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شي.»

بلخوا، د ټولګټو وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح هم د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو خبر ورکړی چې د سالنګ لار د کوچنیو مسافروړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوې ده.

هغه وايي: «د سالنګ تونل چې تېره شنبه په نفتي توکو بار یوه ټانکر د اور اخیستلو له امله بنده شوې وه، د ټولګټو وزارت او اړوندو نورو ادارو د مرستندویه ډلو له خوا پاک‌کاري او اوس‌مهال د کوچنیو موټرو لپاره پرانیستل شوه.»

هغه له موټرچلوونکو غوښتي چې د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې ادارې لارښوونو ته جدي پام وکړي او ترافیکی قوانین مراعات کړي.

نوموړی وايي، د اوسمهال لپاره پر دغه لار لویو باروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي، خو له خلاصېدو سره به پر خوراکي توکو بار موټرو ته لومړیتوب ورکوي.

په سالنګ تونل کې- چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي – درې ورځې مخکې ماښام مهال يو ټانکر چې سون‌توکي په کې بار وو، د تخنيکي ستونزې له امله چپه شو او اور یې واخیست چې د دغه موټر په ګډون په کې ګڼ موټرونه وسوځېدل.

په دې پېښه کې ۳۱ کسان مړه او ۳۷ نور ټپيان شول او دغه لار تر نن ورځې تړل شوې وه.

Views: 159

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.