چاریکار (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۱): د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسوولان وایي، د سالنګونو په شمال کې د واورې ورېدو او باد له امله دغه لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او مراقبت رییس حافظ محمدیعقوب وایي، اوس هم د سالنګونو دواړو خواوو ته واوره ورېږي او د باد شدت د سالنګونو په شمال کې له نن سهار (پنجشنبه، د کب ۱۱مه) راهیسې کم شوی دی.
د هغه په وینا، یاده لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې او د دواړو غاړو مسافروړونکي موټر د چاینونو په وسیله تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه چې په یاده لار کې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د اورښت احتمال شته.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د روانې کب میاشتې په ۹مه په ۱۴ ولایتونو کې د شدید باران او واورې ورېدو د اټکل خبر ورکړی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن