ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لویه‌لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه‌لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
14 Jan 2023 - 11:08
د سالنګ لویه‌لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
14 Jan 2023 - 11:08

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۱): د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ په لویه‌لار کې د واورې پاکولو عملیات پای ته ورسېدل او دغه لار له دواړو خواوو د مسافروړونکو موټرو او له شماله سویل ته د باروړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د سالنګ لویه‌لار له تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو څخه د هوا سړښت له امله د ځاني او مالي زیانونو مخنیوي په موخه د ترافیکو پر مخ تړل شوې‌ وه.

د ټولګټو وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې تېره شپه ۱۰:۳۰ دقیقې د واورې پاکولو عملیات د دغه وزارت د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکو په زیار او هڅو پای ته ورسېدل او دغه لار لومړی د مسافروړونکو موټرو پر مخ او وروسته له شمال څخه سویل ته د باروړونکو موتړو پر مخ پرانیستل شوه.

سرچینې لیکلي چې د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست د وسایطو او کارکوونکو له لوري، د سالنګ لویې‌لارې پراختیا لپاره د واورې پاکولو عملیات، د ورځې په لړ کې جریان لري.

د ټولګټو وزارت له خلکو غوښتي چې له یادې لارې د سفر پرمهال د ګرمو ژمنيو جامو او چاینونو په درلودلو سره ترافیکي قوانین مراعات کړي او د لویې‌لارې مسؤولینو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

Views: 95

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.