کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۳ سلنه کم شوی دی.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان پژواک خبري اژانس ته وويل، په ٢٠۲٢ زېږدیز کال کې له ٦٢٦٠٠ ډېر ټسټونه معاینه شوي چې له دې جملې څه باندې ٤٩ زره مثبتې او ٤٩٣ د مړينې پېښې ثبت شوې او تر ٤٠ زرو ډېر ناروغان بېرته روغ شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ کال کې څه باندې ۶۲۰ زره ټسټونه معاینه شوي چې له ډلې یې تر ۱۰۵ زره زياتې مثبتې او ۵۱۴۵ د مړينې پېښې ثبت شوې او څه باندې ۱۰۳ زره کسان بېرته رغېدلي دي.
د تېرو دوو کلونو ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله په ۲۰۲۲ کال کې مثبتې پېښې ۵۳ سلنه او د مړو شمېرې څه باندې ۹۰ کمې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند د کرونا ویروس د پېښو کموالي په اړه وايي، له هغه وروسته چې په نړۍ کې دغه وژونکی ویروس خپور شو، طبپوهان له دغه ویروس سره د مبارزې په لټه کې شول او د روغتیايي لارښوونو پر چمتو کولو سربېره یې واکسین هم جوړ کړ.
هغه وويل، د واکسين تطبيق او د روغتيايي سپارښتنو رعايتول د دې لامل شول چې دغه ویروس کنټرول او د مثبتو پېښو شمېر کم شي.
د سرچينې د معلوماتو پر اساس، تر اوسه په افغانستان کې څه باندې ١٢ ميليون کسانو د کرونا واکسين ترلاسه کړى دى.
کرونا ویروس چې په لومړي ځل درې کاله مخکې د چین په وهان ښار کې خپور شو، په ټوله نړۍ کې څه باندې ۵۴۸ میلیونه کسان پرې اخته شول او له ۶ میلیونو ډېر کسان یې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس له پیله تر اوسه له ۲۰۷ زرو ډېر کسان پر دغه ویروس اخته او څه باندې ۷۸۰۰ نور ترې مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP