Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

دایکنډي کې د روږدو درملنې روغتون له ۲۰ څخه ۴۰ بسترونو ته په ارتقا سره بېرته فعال شو

نیلي (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۱): په دایکنډي کې د معتادینو درملنې ۲۰ بستریز روغتون له ډېرې مودې بندېدو وروسته ۴۰ بسترونو ته په ارتقا سره بېرته فعالیت پیل کړ.

د دایکنډي سیمه‌ییز مسوولین وايي چې دغه روغتون د روږدو کسانو د درملنې ظرفیت کموالي له امله ۴۰ بسترونو ته لوړ شوی دی.

د یاد روغتون سرپرست غلام‌حیدر وکیل‌زاده وویل، دا مهال د روږدو درملنې دغه روغتون د ۴۰ بسترونو ظرفیت لري چې بودجه یې د عامې روغتیا وزارت له لوري وکول کېږي.

د هغه په خبره، له دې وروسته په یاد روغتون کې په خپل نوبت سره پر نشه‎یي توکو د روږدو کسانو درملنه کېږي.

هغه زیاته کړه: «دغه روغتون له ۲۰ څخه ۴۰ بسترونو ته ارتقا کړې او د بودجې نشتوالي له امله شاوخوا ۹ میاشتې غیرفعال و چې نن یې د ارتقا او بېرته فعالېدو شاهدان یو.»

د دایکنډي د والي د دفتر رییس محمدنور خلیل وویل، د خوښۍ ځای دی چې د وژونکو نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یاد روغتون ۴۰ بسترونو ته ارتقا وکړه او بېرته فعال شو.

هغه ټینګار وکړ چې د دایکنډي سیمه‌ییزه اداره له نشه‎یي توکو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ هڅه نه سپموي.

په ورته مهال، د دایکنډي د اطلاعاتو او کلتور رییس سید مصطفی صالح د روږدو د درملنې په برخه کې د یاد روغتون فعالېدل یو ښه ګام یاد کړ او ویې ویل: «هغه کسان چې په دغه وژونکې ناروغۍ اخته دي، د تېر نظام میراث دی او هېواد د اسلامي امارت په راتلو سره له اشغاله خلاص شو او د امیرالمومنین د فرمان له مخې له دې وروسته د نشه‌‎یي توکو کرل او قاچاق د هېواد په کچه منع شوی دی.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.