ترینکوټ (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۱): د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې د ماشومانو د زدهکړې یو شمېر سیمهییز ټولګي د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوي دي.
د اروزګان د والي ویاند احسانالله حماس پېښه تاییدوي او وايي، د خاص اروزګان ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې د شپې له پلوه یو شمېر سیمهییز ټولګي سوځول شوي دي.
هغه د سوځول شوو ټولګیو کره شمېر و نه ښود، خو ويې ویل چې د استخباراتو او امنیې قوماندانۍ یو پلاوی ولسوالۍ ته تللی او همدا اوس د دغې پېښې پر څېړلو بوخت دي.
نوموړی وايي، د موضوع په تړاو به نور جزیات وروسته په ډاګه شي.
د خاص اروزګان ولسوالۍ د پوهنې مدیر مولوي حقیار پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه سیمهییز ټولګي د دغې ولسوالۍ په «کلهخور» کلي کې اووه ورځې مخکې او دوه نور ټولګي په «نیکروزو» سیمه کې څلور ورځې وړاندې سوځول شوي دي.
د هغه په خبره، نامعلومو کسانو د ټولګيو وسایل سوځولي او تښتېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه، په دغو سیمهییزو ټولګیو کې لسګونو هلکانو او نجونو زدهکړې کولې چې له خطر سره مخ ماشومانو/ Children in Crisis په نوم موسسې له خوا یې مالي ملاتړ کېده.
هغه وايي، نه پوهېږي دا کار چا او کومې ډلې کړی خو په شک یې د دغو کلیو یو شمېر اوسېدونکي نیول شوي او پلټنې ترې پيل شوې دي.
خو د خاص اروزګان ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي د سوځول شوو ټولګیو شمېر ۱۰ ښيي.
د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک اژانس ته وویل، له تېرو څو شپو راهیسې د خاص اروزګان په کوتزي، نیکروزو، چهار اسياب او شېخه کليو کې د نامعلومو کسانو له خوا شاوخوا لس سیمهییز ټولګي سوځول شوي دي.
په سیمه کې د یوه سیمهییز ټولګي ښوونکي معلم عبدالرزاق پژواک خبري اژانس ته وویل، دې پېښې د سیمې اوسېدونکي سخت خواشیني کړي دي.
دی وايي، په یادو سیمو کې ښوونځي نشته چې له امله یې ماشومانو ته سیمهییز ټولګي جوړ شوي وو څو زدهکړې په کې وکړي.
نوموړی له مسوولینو غوښتنه کوي چې د پېښې عاملان پیدا کړي او سخته سزا ورکړي.
هغه وايي، خلک نه غواړي چې نور یې اولادونه په یوه او بل نوم له زدهکړو لرې پاتې شي.
د اوسني سرپرست حکومت له راتګ وروسته دا لومړۍ پېښه ده چې د ماشومانو د زدهکړې سیمهییز ټولګي سوځول کېږي.
په اروزګان ولایت کې ددغو ښوونځیو د پروژې مسوول حمیدالله احمدزي بیا په دغه ولایت کې د لسو ښوونځیو سوځېدو خبره ردوي.
احمدزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې د یوه ټولګي فرش د کور خاوند او ښوونکي د بې غورې له امله سوځیدلی و او د لسو ټولګیو سوځېدو خبره ناسمه ده.
دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست تر دویم امر پورې په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړې وځنډولې او ورپسې د اقتصاد وزارت سرپرست د یوه حکم په خپرولو په موسسو کې د ښځو کار تر دویم امر پورې وځنډاوه.
له همدې امله یونیسف او ځینو نورو ادارو د اروزګان په ګډون ځینو ولایتونو کې د زرګونو سیمهییزو ټولګیو فعالیت وځنډاوه.
Views: 165
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن