ژبه

میدان وردګو کې پانګه‌وال د برېښنا له کمښته شکایت لري

میدا‌ن‌ښار(پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): په میدان وردګو ولایت کې د خصوصي سکټور یو شمېر پانګه‌وال د برېښنا له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

د یاد ولایت مرکز اړوند په کوتل سیمه کې د مصنوعي اکسیجن تولید فابریکې مشر انجنیر نورالله پژواک خبري آژانس ته وویل، د برېښنا له کمښت سره یې کارونه ټکني شوي او نشي کولای چې خپل لګښتونه پوره کړي.

هغه وویل:«د برېښنا نشتون مو پر کارونو ډېره منفي اغېزه کړې، ځکه په جنراتوري برېښنا زیات مصرف راځي او موږ یې نشو ورته برابرولای.»

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د برېښنا لېږد منظم کړي او د پرچاوۍ مخه دې ونیسي.

د هغه په وینا، که ستونزو ته یې رسېدنه ونشي نو اړ دي چې خپل کارونه ودروي.

د بصیر احمدزي په نوم د سړک جوړونې شرکت د لابراتور برخې یوه کارکونکي انجنیر محب‌الرحمن وویل: «د دولتي برېښنا نشتون په سبب مو ډېر وخت کارونو کې ځنډ رامنځته کېږي، ځکه د ژمي په موسم کې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې ده.»

ده وویل، که حکومت په هېواد کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه وکړي، دغه ستونزه به د تل لپاره حل شي.

په یاد ولایت کې د سلام معالجوي روغتون مشر ډاکتر محمد داوود همدرد هم وویل، کارونه یې د برېښنا د کمښت له امله ټکني شوي دي.

نوموړي وویل: «په ټوله ورځ کې ۲ ساعته دولتي برق نه راځي، له شخصي برق نه استفاده کوو، د ګټې په نسبت مو لګښت ډېر دی.»

هغه له مسوولینو وغوښتل چې دا ستونزه دې حل کړي، څو پانګه‌وال کارونو ته وهڅېږي.

بلخوا، د میدان وردګو ولایت د برېښنا رییس مولوي عبدالحق طلحه وايي، د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه د هېواد په کچه ده او حکومت یې د حل کولو هڅې کوي.

ده وویل: «په راتلونکي کال کې به د برېښنا ستونزه تر ډېره حل شي، ځکه د هېواد په کچه به زیات د اوبو بندونه ورغول شي.»

نوموړي همداراز زیاته کړه چې په ژمي موسم کې د برېښنا مصرف ډېرېږي، نو ځکه ورسره د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې د کابل په ګډون ځينو سیمو کې برېښنا کمه شوې او د هېواد د برېښنا رياست مسوولین وايي چې لامل يې په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو رامنځته کېدل دي.

د کابل د برېښنا ریاست مشر حکمت‌الله اخندزاده نن (د مرغومي ۲۶مه) پژواک ته وویل، د افغانستان برېښنا شرکت له ازبکستان سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي د برېښنا د کمښت ستونزه ژر حل کړي.

ورته موضوع