کندهار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست، کندهار ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له والي سره د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو د بهیر په اړه خبرې کړې دي.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر شېخ ندامحمد ندیم پرون کندهار ته راغلی و او د دغه ولایت له والي حاجي محمدیوسف وفا سره په خبرو کې یې ویلي چې په هېواد کې د ټولو پوهنتونونو د استادانو وړتیاوې او امتیازات به لوړوي.
هغه زیاته کړه، وزیر په دغه لیدنه کې ویلي چې پر دغه پلان یې د هېواد د پوهنتونونو له استادانو سره تر لیدنو وروسته کار پیل کړی دی.
هغه وايي، دغهراز د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا هم د لوړو زدهکړو له سرپرست وزیر سره د کندهار پوهنتون ځینې ستونزې شریکې کړې څو د حل لپاره یې اقدمات وشي.
ده وویل: «د کندهار پوهنتون د ستونزو په اړه هم د وزیر له لوري د حل ډاډ ورکړل شو او هغه وویل، په دې اړه به بشپړه همکاري کوي.»
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر داسې مهال د پوهنتونونو د استادانو د وړتیاوو او امتیازاتو لوړلو خبرې کوي چې په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړې تر دویم امر پورې ځنډول شوې دي.
د دغې پرېکړې په غبرګون کې د یو شمېر پوهنتونونو استادانو د اعتراض په توګه استعفاوې هم ورکړې.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن