ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ندیم: د پوهنتونونو د استادانو د وړتیاوو او امتیازاتو لوړولو پلان لرو

ندیم: د پوهنتونونو د استادانو د وړتیاوو او امتیازاتو لوړولو پلان لرو

author avatar
17 Jan 2023 - 17:09
ندیم: د پوهنتونونو د استادانو د وړتیاوو او امتیازاتو لوړولو پلان لرو
author avatar
17 Jan 2023 - 17:09

کندهار (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست، کندهار ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له والي سره د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شېخ ندامحمد ندیم پرون کندهار ته راغلی و او د دغه ولایت له والي حاجي محمدیوسف وفا سره په خبرو کې یې ویلي چې په هېواد کې د ټولو پوهنتونونو د استادانو وړتیاوې او امتیازات به لوړوي.

هغه زیاته کړه، وزیر په دغه لیدنه کې ویلي چې پر دغه پلان یې د هېواد د پوهنتونونو له استادانو سره تر لیدنو وروسته کار پیل کړی دی.

هغه وايي، دغه‌راز د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا هم د لوړو زده‌کړو له سرپرست وزیر سره د کندهار پوهنتون ځینې ستونزې شریکې کړې څو د حل لپاره یې اقدمات وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.