ترینکوټ (پژواک، ٢٨ مرغومی ١٤٠١): د اروزګان ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې نن مازیګر څلور بجې د مخکيني حکومت یو نظامي د وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
د ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر مولوي امین پېښه تاییدوي.
امین وایي، وژل شوي کس د حقوقي دوسیې تر څنګ له دوو کورنیو سره شخصي دښمني هم درلوده.
هغه د وژل شوي کس په اړه د مخکيني نظامي توب په تړاو معلومات ورنه کړل، خو وايي، د بريد کوونکو د نیولو عملیات پیل شوي دي.
خاص اروزګان کې یوې سرچینې پژواک اژانس ته وویل، وژل شوی کس عبدالرحیم نومېده او مخکيني حکومت کې یې نظامي دنده درلودله.
سرچینه چې له نوم ښودلو ډډه کوي وایي، نوموړی هغه مهال د ولسوالۍ بازار کې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا په نښه او ووژل شو، کله چې د موټرو جوړولو ورکشاپ کې په کار بوخت و.
تر دې مخکې هم اروزګان کې د مخکيني حکومت نظامیان په نښه شوي دي.
Views: 170
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن