کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اداري مرستیال وایي، ملګرو ملتونو د تور لیست حذفولو، د «اسلامي امارت» په رسمیت پېژندلو او په دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د ورسپارلو په برخو کې لازمه همکاري نه ده کړې.
د ریاستالوزراء عمومي دفتر نن د مرغومي په ۲۹مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د «اسلامي امارت» د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماسپښین د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنه محمد په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په ارګ کې لیدلي دي.
سرچینه وايي، حنفي د ملګرو ملتونو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د روغتیا، ښوونې او روزنې او کرنې په برخو کې یې د هغوی له مرستو مننه وکړه.
هغه وویل: «ملګرو ملتونو د تور لیست حذفولو، د «اسلامي امارت» په رسمیت پېژندلو او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په ورسپارلو کې له موږ سره لازمه همکاري نه ده کړې.»
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله میلیونونه افغانان کډوال او شاوخوا پنځه میلیون نور پر نشهیي توکو روږدي شوي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.
حنفي وایي، په هېواد کې د اوږدو جګړو، بېوزلۍ او وچکالیو له امله ډېری افغانان نړۍوالو مرستو ته اړتیا لري.
د نوموړي په خبره، د «اسلامي امارت» له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی، فساد له منځه تللی او د نشهیي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی شوی دی.
هغه دغهراز یادونه وکړه چې «اسلامي امارت» د اسلامي شریعت او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته احترام لري، په بېلابېلو برخو کې یې مثبت کارونه کړي او لا هم هېوادوالو ته د ښو خدماتو او اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي.
هغه په ټینګار سره وویل، نړۍوال دې بشري مرستې له سیاسي مسایلو سره نه تړي؛ ځکه له دې سره بیا هم ښځې زیانمنېږي، که په دې برخه کې کوم مسایل شته وي، د مذاکرې او مفاهمې له لارې دې په ښه توګه حل شي.
سرچینې لیکلي، په داسې حال کې چې په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا هم حضور درلود، د پلاوي مشرې آمنه محمد د ښځو د کار او زدهکړو ځنډولو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړه او په دې اړه یې د بیاکتنې غوښتنه وکړه.
هغې زیاته کړه، په بهر کې مېشتو افغانانو ورته ویلي چې که په افغانستان کې ورته د کار او فعالیت زمینې برابرې شي نو دوی به هېواد ته ستانه شي.
مېرمن محمد وویل، په ډېرو برخو کې د ښځو کار او فعالیت ته اړتیا ده، نو له دې امله دې رامنځته شوي مسایل د خبرو له لارې حل شي.
هغې زیاته کړه: «موږ غواړو له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي ترڅنګ، دغه هېواد د نړۍوالې ټولنې فعال غړی شي او د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد د راتلونکي نسل په زدهکړو او روزنې پورې تړاو لري.»
د سرچینې په خبره، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اجراییه مشرې سیما باهوس وویل، له افغانستان سره مرستې د افغان ښځو په فعالیتونو او کاري فرصتونو پورې تړاو لري او دوی ته دې د افغانانو د ارزښتونو او کلتور په رڼا کې د کار کولو لارې وموندل شي.
هغې زیاته کړه، دا مهال ۱۱،۶ میلیون افغانان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP