ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاسپورټ ریاست: د پاسپورټونو د وېش بهیر ژر پیلېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي

پاسپورټ ریاست: د پاسپورټونو د وېش بهیر ژر پیلېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي

author avatar
21 Jan 2023 - 00:25
پاسپورټ ریاست: د پاسپورټونو د وېش بهیر ژر پیلېدو په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم دي
author avatar
21 Jan 2023 - 00:25

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان د پاسپورټ لوی ریاست وایي چې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا او ژر پیلېدو په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملي ټلویزیون د پاسپورټ ریاست د ویاند نورالله پتمن په حواله خبر ورکړی و چې ستونزې هوارې شوې او ښایي په نږدې راتلونکي کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته پیل شي.

بلخوا په ټولنیزو شبکو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې په بهر کې درې میلیون پاسپورټونه چاپ شوي او ډېر به هېواد ته ولېږدول شي.

خو د پاسپورټ ریاست له خوا د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې ویل شوي چې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا او ژر پیلېدو په تړاو خپاره شوي خبرونه ناسم او له حقیقته لرې دي.

سرچینې زیاته کړې، د تخنیکي ستونزو له بنسټیز حل څخه وروسته به د وېش بهیر پیل شي.

د یادونې ده، اړوندو مسوولینو د تېرې تلې میاشتې په ۱۶مه وویل، د ښو خدماتو وړاندې کولو او د مراجعینو کاري پړاوونو چټکتیا لپاره غواړي د دې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیستمونو کې مثبت بدلونونه راولي چې د دې پروسې بشپړول وخت غواړي او اړتیا ده چې د پاسپورټونو وېش خدمات د دغې پروسې تر بشپړېدو او دویمې خبرتیا وځنډول شي.

خو د درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم (د مرغومي ۳۰مه) د پاسپورټونو وېش نه دی پیل شوی او هغه خلک چې پاسپورټونو ته اړتیا لري، د دې لړۍ د بېرته پيلېدو غوښتونکي دي.

[/restrict]

Views: 157

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.