Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې یوه کس خپله مېرمن او خواښې وژلې دي

هرات (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په کهسان ولسوالۍ کې یوه کس خپله مېرمن او خواښې وژلې دي.

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل له پژواک اژانس سره په خبرو کې د یاد خبر د تایید ترڅنګ وویل چې دغه پېښه نن سهار د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ په اسلام‌کلا ښارګوټي کې شوې ده.

د متوکل په خبره، د ایرج په نوم یوه کس لومړی خپله مېرمن او وروسته یې خپله خواښې په ډزو وژلې دي.

د یاد ولایت سیمه‌ییزې ادارې په ډاګه کړه چې د دې وژنې انګېزه کورنی تاوتریخوالی بلل شوی او قاتل له سیمې تښتېدلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

ومو وغوښتل چې په دې تړاو د مقتولینو د کورنۍ نظر له ځانه سره ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

د یادونې ده، څو میاشتې وړاندې د یاد ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم ورته پېښه شوې وه چې یوه کس د خپلې مېرمنې له وژلو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.