کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي، په کابل ښار کې هغه ۱۳ کسيزه ډله نيولې چې له يوه سوداګره يې ٥٠ زره ډالر په چل او فريب ترلاسه کړي وو.
د کابل امنیې قوماندانۍ پر خپلې ټويټرپاڼې ليکلي چې دغه ډله يې د کابل ښار یوولسمې حوزې اړوند سيمه کې نيولې ده.
سرچينه زياتوي، يادو غلو له یوه ملي سوداګره ۵۰ زره امریکايي ډالر په دوکه اخیستي وو چې د امنیتي ځواکونو ته له خبرتیا وروسته لاس په لاس ونیول شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن