ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زابل کې څه باندې ۱۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده

زابل کې څه باندې ۱۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده

author avatar
25 Jan 2023 - 12:09
زابل کې څه باندې ۱۰۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده
author avatar
25 Jan 2023 - 12:09

کلات (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): په زابل کې د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون وايي، په دغه ولایت کې یې تر دغه مهاله ۱۰۵ زره جریب ځمکه له غصبه خلاصه کړې او دا لړۍ روانه ده.

د یاد کمېسیون مشر او د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عطاءالله راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان لمریز کال له پیله بیا تر اوسه یې د زابل په مرکز او ولسوالیو کې ۱۰۵ زره جریب دولتي ځمکه له غاصبانو خلاصه کړې ده.

هغه زیاته کړه، راګرځول شوې ځمکه تر ډېره کرنیزه او په دولتي ادارو پورې اړوند ده چې بېرته دولت ته سپارل شوې ده.

دی وايي، د غصب شوو ځمکو راګرځولو لړۍ روانه ده او په یوه تازه ګام کې یې د زابل په ښار صفا ولسوالۍ کې ۳۰ زره جریب دولتي ځمکه تثبیت او له غصبه خلاصه کړه.

د ده په خبره، د غصب شوو ځمکو ګرځولو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو که راتلونکي کې څوک د ځمکو د غصب هڅه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د دغه ولایت د عدلیې ریاست د قضای دولت امر مولوي محمد محمدي پژواک اژانس ته وویل، هڅه کېږي د پوهاوي له لارې خلک له غصبه ډډه وکړي او غصب شوې ځمکه بېرته دولت ته وسپاري.

دی وايي، د غصب د مخنیوي چارې په جدیت عملي کوي او چا ته به اجازه ورنه کړي دولتي ځمکې غصب کړي.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې زرګونه جریب نوره ځمکه هم مشخصه او تثبیت شوې چې ژر به له غاصبانو راوګرځول شي.

د زابل اوسېدونکي له غصب څخه د ځمکې راګرځولو د لړۍ هرکلی کوي خو وايي، دا ځمکه دې اباده شي څو خلکو ته یې ګټه ورسېږي.

د کلات ښار یوه اوسېدونکي عصمت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، کمېسیون دې د غصب شوو ځمکو راګرځولو چاره له توپیر پرته پر ټولو یو شان عملي کړي.

دی وايي، حکومت دې داسې یو میکانیزم جوړ کړي چې له مخې یې له غصب څخه خلاصې شوې ځمکې ابادې شي او خلکو ته یې ګټه ورسېږي.

د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون یوولس غړي لري چې دنده یې د ولایت په کچه د غصب مخنیوی، د غصب شوو ځمکو راګرځول او په دې برخه کې خلکو ته پوهاوی ورکول دی.

د کمېسیون مشري د ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د رییس پر غاړه ده چې د دولت د قضایاوو امر یې د منشي‌توب او د عدلیې، حج او اوقاف، څارنوالۍ، امنیه قوماندانۍ، ښاروالۍ، مستوفیت، ښار جوړونې او کادستر ادارو استازي یې د غړو په توګه چارې مخ ته وړي.

Views: 108

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.