کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر وایي چې دغه ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له نجونو او ښځو ملاتړ کوي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورل پرون ناوخته د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې امنې محمد سره د یوه انځور په خپرولو سره ویلي چې د افغانستانه له سفر راګرځېدو وروسته یې د امنې محمد ته په بروکسل کې ښه راغلاست ویلی دی.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست رییس لیکلي: «موږ له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ترڅنګ درېږو.»
د یادونې ده، اونۍ مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد د ملګرو ملتونو له لوري د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلې وه او د افغانستان سرپرست حکومت له ځینو چارواکو سره یې ولیدل.
نوموړې په دې لیدنو کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده کړو د لګول شوو محدودیتونو پر لغوه کېدو ټينګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې د اسلامي چاپېریال په رامنځته کېدو سره به ښځو ته بېرته د تعلیم او کار اجازه ورکړل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP