Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بهرنیو چارو وزارت: د ایران له سفیر سره د وېزو ورکړې پروسې پر چټکوالي او سوداګرۍ پر ښه‌والي خبرې وشوې

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان کې د ایران له سفیر او ډېپلوماټانو سره يې د دغه هېواد د ویزو ورکړې پروسې پر چټکوالي او د سوداګرۍ او کرنې پر ښه‌والي او دې برخو کې د نویو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا‌‌ءاحمد تکل تېره شپه ناوخته په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد او د یاد وزارت ځینو رییسانو د افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي، د سفارت مرستیال، ډیپلوماټانو او په هېواد کې د ایران د څلورو قونسلګریو له مسوولینو سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې پر سیاسي موضوعاتو سربېره د ویزو د ورکړې په برخه کې د لازمې اسانتيا او چټکتیا راوستلو، د سوداګرۍ او کرنې په برخو کې د نویو اقداماتو او څو نورو موضوعاتو د بهبود په تړاو خبرې وشوې.

تکل زیاته کړې، په دې ناسته کې د هر اړخیزې همکارۍ او همغږۍ په اړه مفصل بحثونه وشول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.