Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت په ډنمارک کې قران‌کریم ته شوې بې‌حرمتي وغندله

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک په پلازمېنه کې د قران‌کریم د نسخې سوځول او بې‌حرمتي غندلې او له اروپایي حکومتونو یې غوښتي چې د کرکې خپرولو مخه ونیسي.

یاد وزارت نن د سلواغې په ۹مه په خپله ټویټرپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د ډنمارک په پلازمېنه کوپن‌هاګن کې د افراطيانو له خوا قرآن‌کريم ته د سپکاوي هڅه او د يوې نسخې سوځول په تر ټولو سختو ټکو غندي.»

سرچینې لیکلي، د بیان د ازادۍ په پلمه یوه حق او د نږدې دوه میلیارد مسمانانو عقیدې ته سپکاوی په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا خپل دریځ تکراروي او له اروپایي حکومتونو غواړي چې د دغو افراطیانو د کرکې خپرولو د هڅو مخه ونیسي او خپل مسوولیت ادا کړي.

پرون په ډنمارک کې د یوه جومات او د ترکیې سفارت مخې ته، د دغه هېواد یوه سیاست‌وال د قرآن‌کریم پاڼو ته اور واچاوه.

دغه کس ویلي، تر هغې چې ترکیه له ناټو سره د سویډن د یو ځای کېدو غوښتنه و نه مني، هره جمعه به قرآن‌کریم ته اور اچوي.

له دې وړاندې په سویډن کې هم ورته کړنه شوې وه چې د اسلامي نړۍ سخت غبرګونونه یې وپارول.

هغه وخت هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سويډن کې د قران‌کریم سوځول او بې‌حرمتي په سختو ټکو غندلې وه او له دغه هېواده یې غوښتي وو چې عامل ته یې سزا ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.