ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار د امنیتي ګواښونو له امله په ایمان جومات کې د جمعې لمونځونه وځنډول

حکمتیار د امنیتي ګواښونو له امله په ایمان جومات کې د جمعې لمونځونه وځنډول

author avatar
4 Feb 2023 - 04:56
حکمتیار د امنیتي ګواښونو له امله په ایمان جومات کې د جمعې لمونځونه وځنډول
author avatar
4 Feb 2023 - 04:56

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار اعلان کړی چې د امنیتي ګواښونو له امله نور په کابل کې د دغه ګوند د مرکزي دفتر په جومات کې د جمعې لمونځونه د لنډ وخت لپاره نه کېږي.

د حزب اسلامي مرکزي دفتر د کابل ښار د دارالامان پر سړک موقعیت لري او هغلته په ایمان جومات کې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار د هرې جمعې په ورځ خطبه ورکوي او سلګونه کسان ورته راځي.

حکمتیار د سلواغې په ۱۴مه د ایمان جومات د جمعې په خطبه کې وویل، دا جومات په ۱۳۹۶ لمریز کال کې کابل ته له راستنېدو یو کال وروسته جوړ شوی او تر اوسه پکې سلګونه خطبې او نور تدریسي پروګرامونه او حلقې ترسره شوې دي.

خو هغه زیاته کړې: «تر ننه د دغه جومات د جمعې لمونځونه، خطبې، غونډې، فکري او دعوتي فعالیتونه د سیکولرانو، اسلام دښمنو کورنیو او بهرنیو کړیو د سترګو ازغی و.»

نوموړي ادعا وکړه چې څو ځلې به د دغه جومات ړنګولو هڅې شوې وي، په وروستي ځل دوه ځانمرګیان راغلل، خو الله تعالی دا دسیسه هم شنډه کړه.

هغه زیاته کړې: «اړ یو د امنیتي وجوهاتو له کبله محدودیتونه وضع کړو، څو څو ځایه د لمونځ کوونکو تلاشي، خو نه غواړو وروڼه په تکلیف شي.»

د حزب اسلامي مشر وایي، غوښتل یې له ګواښونو سره سره دا لړۍ جاري وساتي، خنډ او ځنډ پکې رامنځته نه کړي، خو اوس د خاصو دلایلو له کبله د ملګرو او وروڼو په مشوره او وړاندیز د جمعې لمونځونو لړۍ موقتاً ځنډوي.

حکمتیار زیاتوي: «دلته خلک راټولېږي، دښمن ته هدف ګرځول اسان دی، امنیتي ستونزې دي. لکه څرنګه چې مو د کرونا پر مهال دلته لمونځونه درولي وو، نن له یوې بلې کرونا سره مخ یو، چې دا له هغې ډېر خطرناک دی، باید احتیاطي تدابیر ونیول شي.»

هغه له خلکو وغوښتل چې خپل د جمعې لمونځونه دې کورونو ته نږدې هغو جوماتونو کې وکړي چې د امام پر تقوا او ایمان یې باور وي، د حق ویلو جرئت ولري او دین نه خرڅوي.

[/restrict]

Views: 296

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.