سرپل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپل امنیې قوماندانۍ مسوولین وایي، تېره شپه د یاد ولایت د مرکز اړوند یوه کور ته څلور غله ورغلي وو چې د خلکو د مقاومت په پایله کې یو غل وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند دینمحمد نظري وویل: «تېره شپه څلور غله یوه کور ته ورغلي چې د خلکو د مقاومت په پایله کې یو غل وژل شوی او یو بل یې ټپي شوی دی.»
هغه زیاته کړه، دغه پېښه د یاد ولایت مرکز اړوند په نواباد اسیاباد سیمه کې شوې ده.
نوموړي وویل، پېښه کې د یاد کور یوه مېرمن هم ټپي شوې چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
هغه زیاته کړه چې د یادې ښځې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
نوموړي دغه راز وویل چې دوه نور غله له سیمې په تېښته بریالي شوي خو پولیسو یې د نیولو هڅې پیل کړې دي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن