کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۱): امنیتي سرچینې په کابل ښار کې د غلو یوې پنځه کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر ورکوي.
د کابل امنیه قوماندانۍ نن (د سلواغې ۱۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «د کابل امنیه قوماندانۍ د اتلسمې حوزې پولیسو د غلو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.»
سرچینې لیکلي، دغو غلو د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د وسلې په زور له خلکو غلا کوله چې د امنیتي ځواکونو له پرلهپسې تلاشیو وروسته باالفعل نیول شوي دي.
په اعلامیه کې لیکل شوي چې د نیول شوو کسانو دوسیې به له څېړنې وروسته اړوندو ارګانونو ته ولېږدول شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP