جلالاباد (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۱ لمريز کال په اوږدو کې يې د شاوخوا ۳ زره ښځو په ګډون ۵ زره او ۶۸۶ کسانو ته حرفوي زدهکړې ورکړې دي.
دوی وايي، د دې چارې موخه د بېروزګارۍ کچې کمول او په کور دننه د مسلکي کسبګرو زياتول دي.
د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله حقاني چې نن (د سلواغې ۱۸مه) يې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست له خوا د يوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې کولې، دغه معلومات له رسنيو سره شريک کړل.
نوموړي په دغه خبري کنفرانس کې د خپلې ادارې د تېر يوه کال فعاليتونو، راتلونکو پلانونو او په ننګرهار کې د بېروزګارۍ او فقر په تړاو معلومات وړاندې کړل.
حقاني وويل، د بېروزګارۍ کچې کمولو لپاره يې د مرکز جلالاباد ښار په ګډون مختلفو ولسواليو کې د مرستندويه موسسو په همکارۍ ۵ زره او ۶۸۶ کسانو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره کړې چې په ډله کې يې شاوخوا ۳ زره ښځې دي.
هغه وايي: «دغو کسانو ته د خیاطۍ، نجارۍ، مستریتوب، د سولرو جوړولو او نورو برخو کې روزنه ورکړل شوې چې د زدهکړو په پای کې ورته د کار کولو وسايل هم ورکړل شوي دي.»
نوموړي زياته کړه، دا چې په دې وروستيو کې د بېروزګارۍ او فقر کچه يو څه ډېره شوې، دوی هڅه کړې چې بېوزله کورنۍ په ګوته کړي او د مرستندويه موسسو په همکارۍ ورسره مرستې وکړي.
مولوي حقاني زياتوي: «موږ په تېر يو کال کې ۱۷ زره او ۵۹۷ غريبې کورنۍ په نښه کړې او ورسره مو د موسسو په همکارۍ د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې دي.»
د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، د دې ترڅنګ يې د يتيمو ماشومانو د روزنې او پالنې برخه کې هم کار کړی، ۱۴۹۰ ماشومان يې نغدي تمويل کړي، ۹ زره او ۴۸۷ ماشومانو ته يې د لنډمهالو زدهکړو او ۱۳۶۲ يتيمانو ته يې د دوامدارو زدهکړو زمينه هم برابره کړې ده.
نوموړی دغهراز وايي، په ښار او ولسواليو کې د سوالګرو ماشومانو راټولولو لپاره يې هم يو پلان جوړ کړی چې له مخې به يې، کسبګر او مجبور سوالګر هم بېل شي او ورته به د زدهکړو ترڅنګ د نفقې او ګټېوټې زمينه هم برابره کړي.
د يادولو ده، د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست له لوري هره اوونۍ د رياستونو د فعاليتونو په تړاو خبري کنفرانسونه جوړېږي چې موخه يې اطلاعاتو ته د خبريالانو لاسرسی په ګوته شوی دی.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن