ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې سړې هوا او د لارو بندېدو روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی

غور کې سړې هوا او د لارو بندېدو روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی

author avatar
11 Feb 2023 - 19:44
غور کې سړې هوا او د لارو بندېدو روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی
author avatar
11 Feb 2023 - 19:44

فېروزکوه (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۱): د غور د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، د واورې ورېدو له امله د ولسوالیو له مرکزونو او د ولایت له مرکز سره د ډېرو سیمو لارې تړل شوې او روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی دی.

د غور د پسابند ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالبصیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل: «واورې زموږ د کلیو ډېرې لارې بندې کړې دي، ډېر ماشومان مو ناروغان دي او نه شو کولی چې کلینیک یا مرکز ته یې ورسوو.»

هغه زیاتوي چې د لارو بندوالی، روغتیایي خدمتونو او لومړنیو امکاناتو ته نه لاسرسی، د دوی او ماشومانو ژوند ګواښي.

د غور د پسابند ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خدارحیم وایي: «یوه اوونۍ کېږي چې واوره ورېږي، لارې بندې دي، موږ نه یو توانېدلي چې تر ښاره لاړ شو، دوه کلن زوی مې ډېر ناروغ دی، کلینیک ته مې هم انتقال کړ خو ښه نه شو، ډاکټران وایي چې باید مرکزي روغتون ته یې بوځم، کله چې لارې بندې وي نو څه وکړو؟»

د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د سنګ‌تخت کلي یو اوسېدونکی محمد امیر هم وایي، د واورې ورېدو له امله نه دی توانېدلی چې خپل ناروغان روغتون ته بوځي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل: «زموږ د کلي لاره د واورو له امله بنده شوې، ډېرې ستونزې شته، کله چې ماشومان او بوډاګان ناروغان وي نو کلینیک ته یې نه شو رسولای، له دولته غواړو چې زموږ سره مرسته وکړي څو زموږ ناروغان تلف نه شي.»

دغه‌راز د غور د بېلابېلو کلیو اوسېدونکي د روغتیایي امکاناتو کمښت او د کلینیکونو لرې‌والي له امله نیوکه کوي او له سیمه‌ییزو او مرکزي مسوولینو غواړي چې د خلکو ستونزو هوارولو لپاره عملي اقدامات وکړي څو ټولو خلکو ته یو ډول روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

د غور د ځينو ولسوالیو اوسېدونکي په داسې حال کې روغتیایي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي چې د دغه ولایت د یو شمېر مدني فعالانو په خبره، اوږد ژمی، د مواصلاتي لارو خرابوالی او سړه هوا د دې لامل شوي چې ۷۰ سلنه خلک روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی و نه لري.

د غور یو مدني فعال محمد رضا جویا وایي: «هر کال د واورو ورېدو له امله د ډېرو کلیو لارې بندېږي، دولت مسوولیت لري څو لرو او زیان‌منونکو  کلیو ته د ورغلو سختو لارو له بندېدو وړاندې درمل او ډاکټران واستوي چې خلک هره شېبه روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی ولري او له ستونزوسره مخ نه شي؛

همداراز دولت دې هڅه وکړي چې په زیان‌منونکو سیمو کې ډېر کلینیکونه جوړ کړي.»

په ورته وخت کې، د غور سیمه‌ییز مسوولین مني چې واورو ورېدو د غه ولایت د ولسوالیو او کلیو ډېرې مواصلاتي لارې بندې کړې او هغوی هڅه کوي چې د بندو لارو پاکولو ترڅنګ، خلکو ته روغتیایي خدمات هم ورسوي.

د غور د عامې روغتیا ریاست مرستیال ګل‌احمد ساحل پژواک ته وویل: «د ولسوالیو ټول کلینیکونه فعال دي، تر کومه ځایه چې امکانات موجود وي خلکو ته به خدمات وړاندې کېږي؛ ژمی دی، د لارو بندېدو امکان شته او تاسې هم پوهېږئ چې د غور سیمې صعب‌العبور دي، ستونزې شته، بیا هم موږ خپله هڅه کوو څو له خپلو شته امکاناتو استفادې خلکو ته خدمت وکړو.»

په همدې حال کې، د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابو شعیب وایي چې دوی له پرون راهیسې ډېرې بندې شوې لارې د خلکو پر مخ پرانیستې دي او د نورو لارو پاکولو لپاره هم هڅې روانې دي.

د غور سیمه‌ییز مسوولین همداراز له ټولو خلکو غواړي چې د هوا تر ښه کېدو او دوی تر خبر ورکولو دې سفر نه کوی.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.