غزنيښار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د غزني د ګیلان ولسوالۍ په لرې پرتې حضرتشاه بازار سیمه کې د امام غزالي (رح) په نوم د یوه لوی علمي کمپلکس جوړولو چارې – چې درې کاله مخکې پیل شوې وې – ۳۵ سلنه ترسره شوې دي.
د پروژې مسوولین وايي، دغه کمپلکس پر ۳۰ جریب ځمکه د شاوخوا دوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او له بشپړېدو سره به یې د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د زدهکړو، روغتیا او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.
د امام غزالي (رح) علمي کمپلکس د بنسټ ډبره درې کاله مخکې د ګیلان ولسوالۍ د حضرتشاه بازار سیمه کې د یوه ځايي اوسېدونکي، دیني عالم او جهادي شخصیت مولوي عبدالهادي حمدان او یو شمېر نورو خیرو کسانو له لوري اېښودل شوې وه.
د یادې پروژې یو مسوول انجنیر، نصیراحمد چکري وايي چې د دغه کمپلکس ټولیز لګښت شاوخوا دوه میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی او پر ۳۰ جریب ځمکه جوړېږي.
هغه پژواک ته وویل چې تر اوسه د کمپلکس څلورپوړیزې اداري ودانۍ او نړۍوال کتابتون جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د دوه پوړیز جامع جومات، دوه پوړیز دارالایتام، درې پوړیز روغتون او یوه پارک جوړولو چارې هم شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.
چکري دغهراز وویل چې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو او مدرسو، دارالحفاظ، دارالحدیث، لیلیو او مسلکي او تخنیکي انسټیټیوټ د جوړېدو چارې تازه پیل شوې دي.
د هغه په خبره، په مسلکي او تخنیکي انسټیټیوټ کې به بېلابېلې څانګې او پوهنځي جوړ شي او د کمپلکس د پاتې برخو چارې به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
هغه وايي، د کمپلکس له بشپړېدو سره به د سیمې شاوخوا ۱۴ زرو نجونو او هلکانو ته د زدهکړو زمینه برابره شي او د روغتیا، استوګنې او نورو برخو اسانتیاوې به هم رامنځته شي.
دغهراز، د حضرتشاه بازار سیمې اوسېدونکي د دغه کمپلکس جوړېدل مهم بولي او وايي، سیمه یې د تېرو جګړو پر مهال له سختو ستونزو سره مخ وه او د زدهکړو، روغتیا، بیارغونې او نورو برخو کې یې د پام وړ اسانتیاوې نه لرلې.
د سیمې قومي مشر نیازمحمد وویل، د کمپلکس له جوړېدو سره به د خلکو لپاره د زدهکړو او نورو اساسي خدمتونو زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه: «هر څوک چې دا کار کوي، الله دې خیر ورکړي، د دغه کمپلکس په جوړېدو سره به زموږ د سیمې خلک د علم او پوهې له نعمت څخه برخمن شي.»
نیازمحمد وویل چې حضرتشاه بازار د غزني ښار له مرکزه شاوخوا ۱۲۵ کیلومتره واټن لري او د لريوالي له امله خلک ډېرو اساسي خدمتونو ته په اسانه لاسرسی نه لري.
د سیمې بل اوسېدونکی انعامالله ګیلاني هم د کمپلکس جوړېدل د خلکو لپاره مهم پرمختګ بولي او وايي چې خلک په تېرو کلونو کې د زدهکړو او روغتیا په ګډون په ګڼو برخو کې له ستونزو سره مخ وو.
یاد اوسېدونکي هیله لري چې د امام غزالي علمي کمپلکس په څېر پروژې به د دې لرې پرتې سیمې د اوسېدونکو د ژوند د ښه کېدو لپاره عملي بدلون رامنځته کړي.
په همدې حال کې، د کمپلکس په جوړولو بوخت کارګران خوښ دي چې په خپله سیمه کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
هغوی وايي، د دې پروژې له لارې هره ورځ لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره عاید ترلاسه کوي.