Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه

پل علم (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه چې د چارواکو په وینا، د سوداګرو د ستونزو حل، همغږۍ او پرمختګ لپاره به کار کوي.

په مرکز پل علم کې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د کانونو او صنایعو سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور، د اقتصاد، کرنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو مرستیالانو، د کابل والي، د لوګر ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو او لسګونو سوداګرو ګډون کړی وو.

غونډې ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس محمدیونس مومند وویل، دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې خونې له پرانیستې سره به د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې حل او غوره همغږي رامنځته شي.

هغه وویل: «موږ په تېرو کلونو کې هم هڅه وکړه څو دلته د سوداګرۍ او پانګونې ریاست څانګه پرانیزو، خو د ناامنیو له امله بریالي نه شو؛ له نېکه‌مرغه اوس بریالي شو چې په لوګر کې خپل دفتر پرانیزو او د سوداګرو د همغږۍ او د ستونزو حل لپاره عملي ګامونه واخلو.»

د افغانستان د کانونو او صنایعو سرپرست وزیر مولوي شهاب‌الدین دلاور وویل، د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرانیستل د لوګر خلکو ته ځانګړی اهمیت لري او سوداګرو ته په کار ده چې پر کرنې او مالدارۍ سربېره د کانونو په برخه کې هم پانګونه وکړي.

هغه زیاته کړه، د مس عینک کان استخراج لپاره هم له چینایانو سره خبرې روانې دي او تمه کېږي چې د دغه کان د استخراج پر وړاندې شته ستونزې هوارې او د استخراج عملي چارې پیل شي.

نوموړی وایي: «د لوګر خلکو په تېرو څو کلونو کې زیاته قرباني ورکړې ده او په دغه ولایت کې شته مسوولینو ته په کار ده چې ولس ته اساسي خدمات وړاندې کړي.»

د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې نوي ټاکل شوي رييس مولوي محمد یعقوب پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي د دغه ولایت د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي.

نوموړي زیاته کړه، تر دې وړاندې په دغه ولایت کې داسې هیڅ اداره نه وه چې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د لوګر یوه سوداګر عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وویل، د سوداګرۍ او پانګونې خونې پرانیستل یو نېک ګام دی خو د دغې خونې رهبرۍ ته په کار ده چې د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي.

نوموړي زیاته کړه: «اوسمهال په لوګر کې سوداګر د جوازونو د تمدید او لوړې ماليې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، لومړی باید دغو ستونزو ته رسېدنه وشي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اداره یوه غیردولتي بنسټ دی چې د پلازمېنې کابل په ګډون، په ډېرو ولایتونو کې څانګې لري او له دې لارې د سوداګرو ستونزو حل او پرمختګ لپاره کار کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.