ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه

لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه

author avatar
12 Feb 2023 - 17:07
لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه
author avatar
12 Feb 2023 - 17:07

پل علم (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل شوه چې د چارواکو په وینا، د سوداګرو د ستونزو حل، همغږۍ او پرمختګ لپاره به کار کوي.

په مرکز پل علم کې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د افغانستان د کانونو او صنایعو سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور، د اقتصاد، کرنې، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو مرستیالانو، د کابل والي، د لوګر ولایت سیمه‌ییزو مسوولینو او لسګونو سوداګرو ګډون کړی وو.

غونډې ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس محمدیونس مومند وویل، دا لومړی ځل دی چې په لوګر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه پرانیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې خونې له پرانیستې سره به د دغه ولایت د سوداګرو ستونزې حل او غوره همغږي رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.