کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت کابینې په کابل کې د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحې د تایید ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت اړوند د زرقي محلولونو فابریکې فعالولو وړاندیز هم تایید کړ.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې وړمه ورځ د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې ۲۳مه غونډه وشوه.
سرچینې لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په ۲۳مه غونډه کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د جمهوریت روغتون د ریفورم طرحه تایید شوه چې د عملي کېدو پلان جوړونه یې له یاد وزارت سره په ملتیا اداري کمېسیون ته وسپارل شوه.»
سرچینه زیاتوي، په دې غونډه کې همدارنګه د عامې ورغتیا وزارت اړوند د زرقي محلولونو فابریکې فعالولو وړاندیز تایید شو چې د پورته دواړو پرېکړو د تطبیق په موخه مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د راتلونکي مالي کال په بودجه کې یې لګښت په پام کې ونیسي.
سرچینه کاږي، د کابینې په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی ریاست ته هم دنده وسپارل شوه چې په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز په نوم ودانۍ تصرف خپل کړي او د ساتنې او څارنې په موخه یې بېل امریت رامنځته کړي، د دې ترڅنګ په دغه مرکز کې سرپوښ بازار او مېلمستون د غزني تخنیکي پوهنتون ته وسپاري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د عامې ورغتیا وزارت د مرستیال په مشرۍ د ملي دفاع، کورنیو چارو او مالیې وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست ګډ پلاوی د هېواد په ځینو پوځي روغتونونو کې د طبي سامان الاتو له څېړنې وروسته د هغو خوندي کېدو، ترمیم او ګټې اخیستنې اړوند تصمیم ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP