منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په شپږاړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره برازیل ته تللې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴ کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په کوربه‌توب په شپږ اړخیز ټورنمنټ کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللې ده.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د برازیل، جاپان، اندونیزیا، پرو او کپ‌ورده هېوادونو فوټسال لوبډلې ګډون لري.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې  د جاپان او پیرو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

یاد ریاست لیکلي، دغه سیالۍ د اکټوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره کېږي.