پلخمري (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يې یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د بغلان د استخباراتو ریاست له مطبوعاتو څانګي پژواک اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د استخباراتو ریاست منسوبینو د کشفي معلوماتو له مخې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند په یوه سیمه کې په ناقانونه توګه ساتل شوې وسلې او نور مهمات ترلاسه کړي دي.
سرچينه زياتوي، په ترلاسه شويو وسلو کې ۸ کلاشینکوفونه، ۶ تومانچې، ۶ لاسي بمونه، ۱۷ شاجوره، یو آر پي جي راکټ، یو درازنوف، یو جریز ټوپک، ۴ د بم یک مرمۍ، سلګونه نورې مرمۍ او نور مهمات ترلاسه شوي دي.
سرچينه کاږي، د دغو وسلو او مهماتو په تړاو تر اوسه څوک نیول شوي نه دي.
تېره اونۍ هم د بغلان په مرکز پلخمري کې له یو کوره یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شوي وو.
Views: 87
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن