پارون، فراه، ميدان ښار (پژواک، ۱ کب ۱۴۰۱): د ځايي مسوولینو معلوماتو له مخې، په نورستان ولایت کې پر ۱۰ زره اړو کورنیو د خوراکي توکو وېش پيل شو، فراه کې بیا له ۱۱۲۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او ميدان وردګو کې ۶۰ کسانو ته د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره شوه.
په نورستان کې د شپول په نوم موسسې مسوول عاشق ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په واما، کامدېش، برګمټال او وانټ وایګل ولسوالیو کې پر ۱۰ زره اړو کورنیو د خوراکي توکو وېش پيل شو.
د ده په خبره، په یادو ولسوالیو کې موده مخکې د دوی له لوري سروې شوې وه چې په پایله کې یې ۱۰ زره کورنۍ اړې او مستحقې پېژندل شوې وې.
هغه زیاته کړه، نن پر یادو کورنیو د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د خوراکي توکو وېش پیل شو چې هرې کورنۍ ته ۷۵ کیلوګرام اوړه، ۹.۳۸ کیلوګرام دال، ۶.۸۳ لېتره غوړي او یوه اندازه د میندو او ماشومانو تقویې خواړه ورکول کېږي.
دغه راز د فراه ولایت په شیبکوه ولسوالۍ کې د بشري مرستو همغږۍ موسسې(OCHR) له خوا له ۱۱۲۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي چې په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، اووه کلیوګرام دالنخود او یوه اندازه نور خوراکي توکي شامل وو.
د یو بل خبر له مخې، د ډنمارک کډوالو موسسې د میدان وردګو په مرکز او نرخ ولسوالۍ کې ۶۰ کسانو ته د یوې میاشتې لپاره د کار زمینه برابره کړه.
د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي فیضالله جلالي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان به د ولایت په مرکز کې د زینتي ونو لپاره د اوبو ذخیرې ځایونه او په نرخ ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله تخریب شوې لارې رغوي چې په ورځني ډول به هر یوه کس ته ۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ به هم د ولایت په کچه ۶۰۰ کسانو ته په مختلفو برخو کې د کار زمینه برابره کړي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن