غزني ښار (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۱): د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې په یوه پروژه کې ۲۰۰ کسان پر کار ګومارل شوي چې په بدل کې یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري خوراکي توکي ورکول کېږي.
د یادې ادارې رییس مولوي محمدقاسم امیني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پروژه د اړوند ریاست او خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په ګډه پيل شوې چې پکې د ګیلان ولسوالۍ ۷ کلیو خاټک، الخ، کولۍ، ازاد، بختیار، لطیف او مریاڼو ته د شاوخوا ۱۵ کیلومتره لارو غځول شامل دي.
هغه زیاته کړه، په دې پروژه کې -چې نهه میاشتې دوام کوي- د یادو کلو ۲۰۰ اوسېدونکي پر کار ګومارل شوي چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري هر کارګر ته د میاشتې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ لېټره غوړي او یوه اندازه مالګه ورکول کېږي.
نوموړی وايي، په دې توګه نه یوازې لسګونه بېروزګاره کسان پر کار ګومارل شوي، بلکې د کلیو لارې هم جوړېږي او خلکو ته د خوندي تګ راتګ اسانتیاوې برابرېږي.
امیني خبر ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د ګیلان ولسوالۍ په یو شمېر کلو کې د کارېزونو پاکولو چارې هم پیل شي چې لسګونه کسان به په کې پر کار وګومارل شي.
د ګیلان ولسوالۍ د لطیف سیمې يوه اوسېدونکي تراب خان پژواک خبري اژانس ته وویل: «موږ دلته د کلو لارې جوړوو او هواروو، وروسته شګې ورباندې اچوو، خوشحاله یو چې د کار په بدل کې خوراکي توکي راکول کېږي.»
نوموړی غوښتنه کوي چې دغه ډول پروژې دې د یادې ولسوالۍ په نورو کلو کې هم پيل شي، څو له یوې خوا بېروزګاره کسان پر کار وګومارل شي او له بلې خوا خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP