Language

افغانستان کې په لومړي ځل د VIP بسونو فعاليت پیل شو

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۱): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، په هېودا کې په لومړي ځل د VIP  بسونو فعالیت پیل شو چې د کابل – مزارشریف او کابل – کندوز پر لویې‌لارې به تګ راتګ کوي.

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بسونه د یوه خصوصي ټرانسپورټي شرکت له خوا نوي وارد شوي دي.

سرچینې لیکلي، دغه بسونه روزل شوي مېلمه‌پالان، انټرنېټ وایفای سیستم، راحت سېټونه، د کارکوونکو یونیفورم، مسافرينو ته وړیا خوراک او څښاک او يو شمېر نورې اسانتیاوې لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بسونه د کابل – مزارشریف او کابل – کندوز ترمنځ لویه‌لار کې فعالیت پیل کړی دی.

د یاد وزارت چارواکو په دې برخه کې د دغه خصوصي شرکت هڅې ستایلې دي.

 

Related Topics