ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې؛ د امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې؛ د امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
5 Mar 2023 - 23:07
خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې؛ د امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
5 Mar 2023 - 23:07

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۱): خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پېښور پوهنتون امنیتي مسوول په ګډون ۱۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

خیبر پښتونخوا کې ځایي چارواکو ویلي چې په دوو بېلو چاودنو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، قربانیان ملکي وګړي دي، چاودنې د خیبر پښتونخوا د «بنو د بکاخېل منډۍ او ټانک ضلعه» کې شوې دي.

د بنو پولیسو ويلي، یوه چاودنه د یکشنبې په ورځ د یوه موټرسایکل‌بم په وسیله شوې چې له امله یې دوه لارویان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز تېره ورځ هم د پښتونخوا د ټانګ ضعلې په «حیدر کلي» کې هم چاودنه شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د دغو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخې، د پېښور پوهنتون امنیتي مشر ثقلین بنګښ د یوه امنیتي ساتونکي له خوا  وژل شوی دی.

دا په دوو اونیو کې د امنیت ساتونکو له خوا د پېښور پوهنتونونو کې د وژنو دویمه پېښه ده چې رامنځته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې د انګلیسي ژبې څانګې استاذ بشیر د دغه پوهنتون یوه امنیتي ساتونکي د نښتې پر مهال ویشتلی او وژلی و.

بلخوا بلوچستان کې هم چارواکي وايي چې په ساحلي ښار ګوادر کې د یوه وسله‌وال برید په پایله کې نهو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بلوچستان د وزير اعلی سلاکار او حکومتي وياند بابر خان يوسفزي پېښه تایید کړې خو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي، خو نورو سرچینو بیا ویلي چې په دغه برید کې یو سرتېری وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

یادونه: په دغه راپور کې د امریکا غږ له خبرونو استفاده شوې ده.

[/restrict]

Views: 113

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.