Language

اوچا: افغانستان کی تر ۲۸ میلیون ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، په روان ٢٠۲٣ زېږديز کال کې په افغانستان کې تر ٢٨ ميليون ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر نن جمعه (د کب ۱۹مه) په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې په په روان میلادي کال کې د افغانستان ۲۸.۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه بنسټ په وینا، افغانستان دا مهال له بشري ناورین سره مخ دی.

د یادونې ده چی تر دې وړاندی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلی و چې په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

login or register a new account.