کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۱): د کابل امنیه قومانداني وايي، پوليسو د کابل ښار درېيمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
امنيې قوماندانۍ پر خپل ټوېټر ليکلي چې په ترلاسه شوو وسلو کې درې پیکاوې، ۱۲ کلاشینکوفونه، یو راکټ، ۱۸ د راکټ مرمۍ او سلګونه د کلاشینکوف او پيکا مرمۍ او ځیني نور پوځي توکي شامل دي.
سرچينه وايي، یادې وسلې د درېيمې امنيتي حوزې له مربوطاتو ترلاسه شوې خو د عملياتو د وخت په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
Views: 225
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن