Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخ‌و ډب کې ۶۲ کسان ټپیان شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۱): د پاکستان په لاهور ښار کې د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخ‌و ډب کې ۶۲ کسان ټپیان شوي خو بلخوا بیا د پنجاب محکمې د څو ساعتونو لپاره د عمران خان د نه نیولو امر کړی دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د فساد په یوه قضیه کې د محکمې مطلوب دی، خو هغه د محکمې له بار بار غوښتنو سره هم نه دی حاضر شوی.

څو ورځې مخکې په اسلام‌اباد کې یوې محکمې د هغه د نیولو امر وکړ او د پولیسو یو ټیم د عمران خان د نیولو په موخه لاهور ښار ته تللی دی.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د لاهور په زمان پارک کې چې عمران خان اوسېږي، د پولیسو او عمران خان د پلویانو ترمنځ شخړې روانې دي.

د پاکستان جیو ټلوېزیون خبر ورکړی چې پولیس د عمران خان  کور تر دروازې رسېدلي وو خو د هغه پلویانو یې مخه نیوله.

د لاهور ښار د روغتون سرچیني وايي چې تر اوسه له دې شخړې ورته ۶۲ ټپیان وروړل شوي چې د اسلام‌اباد د پولیسو د مشر په ګډون ۵۴ یې پولیس او اته یې د عمران خان پلویان دي.

پولیس پر خلکو اوښکې بهوونکي ګاز کاروي او د عمران خان پلویان پر پولیسو د لرګیو ، کاڼو او نورو توکو ګوزارونه کوي.

بلخوا د پنجاب عالي محکمې امر کړی چې د نن تر سهار لسو بجو دې د عمران خان له نیولو ډډه وشي.

محکمې ویلي، د دې لپاره چې هلته د مرګ ژوبلې وېره ډېره ده؛ ځکه یې نو دغه امر صادر کړی دی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.