ژبه

پرون له ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، پرون دوه زره او اوولس افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">دغه وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه کسان د هرات د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راغلي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې لیکلي، د کډوالو چارو وزارت استازولیو له خوا د راستانه شوو کډوالو له سروې وروسته ۴۲۳ کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان/ IOM ته ورپېژندل شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې د روانې کب مياشتې په ۲۴مه هم ۴ زره ۹۸۶ افغان کډوال له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.</p>