ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوبو او انرژۍ وزارت: روان کال ۴۱۱ پروژې پلې کوو

د اوبو او انرژۍ وزارت: روان کال ۴۱۱ پروژې پلې کوو

author avatar
3 Apr 2023 - 15:38
د اوبو او انرژۍ وزارت: روان کال ۴۱۱ پروژې پلې کوو
author avatar
3 Apr 2023 - 15:38

کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي، د روان کال په اوږدو کې د ټول هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۱۱ پروژې پلې کوي.

دغه څرګندونې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخندزاده نن په کابل کې د دغه وزارت د تېر کال کړنو او لاسته‌راوړنو په تړاو جوړې شوې غونډي ته وکړې.

نوموړی وویل، د روان کال لپاره په ټول هېواد کې ۴۱۱ پروژې پلان شوې چې د بودجې تر تصویب وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژو کې لوی او منځني بندونه، د اوبو واړه کنټرولي بندونه (چیک‌ډیمونه)، د اوبولګونې سربندونه او کانالونه، د سیندونو د غاړو تحکیمات، د ځمکې لاندې د اوبو تغذیه، له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد او د اوبو تاسیساتو د ساتنې او مراقبت پروژې شاملې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.