کابل (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي، د روان کال په اوږدو کې د ټول هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۴۱۱ پروژې پلې کوي.
دغه څرګندونې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیبالرحمن عمر اخندزاده نن په کابل کې د دغه وزارت د تېر کال کړنو او لاستهراوړنو په تړاو جوړې شوې غونډي ته وکړې.
نوموړی وویل، د روان کال لپاره په ټول هېواد کې ۴۱۱ پروژې پلان شوې چې د بودجې تر تصویب وروسته به یې عملي چارې پیل شي.
هغه زیاته کړه، په دې پروژو کې لوی او منځني بندونه، د اوبو واړه کنټرولي بندونه (چیکډیمونه)، د اوبولګونې سربندونه او کانالونه، د سیندونو د غاړو تحکیمات، د ځمکې لاندې د اوبو تغذیه، له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو لېږد او د اوبو تاسیساتو د ساتنې او مراقبت پروژې شاملې دي.
د اخندزاده په خبره، د یادو پروژو د عملي کولو لپاره لس اعشاریه دوه میلیارد افغانۍ بودجې وړاندوېنه شوې ده.
هغه دا هم وویل، تېر کال د بهرنیو موسسو په مرسته په ټول هېواد کې ۳۶۰ پروژې پلې شوې چې پکې سربندونه، کوچني بندونه، کانالونه او د اوبو اړوند نورې پروژې شاملې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال وویل، په ټول هېواد کې د څه باندې ۳۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت هغه پروژې هم نیمګړې پاتې دي چې د اسیایي بانک له لوري تمویل کېدې.
نوموړی وایي، په ټولو ولایتونو کې د اوبو د تنظیم په برخه کې ۳۵۰ پروژې سروې شوې چې له دې ډلې ۱۵۲ یې ډیزاین شوې دي.
د هغه په وینا، مخکې د افغانستان د اوبو کلنی ظرفیت ۷۵ میلیارد متره مکعبه اټکل شوى و، خو په دې وروستیو کې اقلیمي بدلون پر طبیعي سرچینو منفي اغېز کړی او دغه کچه شاوخوا ۶۹ میلیارد متر مکعب ته کمه شوې ده.
نوموړی وایي، هغه شرکتونه چې ژورې څاهګانې کېندي او د اوبو رسولو په برخه کې ترې استفاده کوي، له تخنیکي څېړنو وروسته به د یاد وزارت له لوري جواز ورکول شي او ميټرونه به ورته ولګول شي.
دغهراز په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د برنامو د انسجام رییس انجینر رفیعالله ستانکزی وویل، د دغه وزارت له لوري په ټول هېواد کې سل بندونه مشخص شوي چې په راتلونکي کې به يې د جوړولو چارې پيل شي.
هغه په دې اړه ډېر معلومات وړاندې نه کړل خو زياته کړه چې د دغو بندونو په جوړېدو سره به دوه ميليون هکټاره ځمکه خړوبه او ٣٥٠٠ ميګاواټه برېښنا توليد شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











