کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د ماشومانو خوندیتوب ادارې، د ناروې کډوالو شورا او د ډنمارک کډوالو شورا نړۍوالو بنسټونو له اسلامي امارته غوښتي چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار لګول شوی بندیز دې لرې کړي.

یادو بنسټونو نن (پنجشنبه) د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، بشردوستانه بنسټونه له ښځینه کارکوونکو پرته د ښځو او نجونو ستونزو ته په اغېزناک ډول رسېدنه نه شي کولی.

په یاده خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په افغانستان کې له ۲۸ میلیون ډېر خلک جدي مرستو ته اړتیا لري او د ښځو پر کار بندیز به خلک ناهیلي کړي.

دغهراز یادو بنسټونو له اسلامي امارته د دغو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې او ویلي، ښځو ته باید دندو ته د تلو اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر دوې ورځې مخکې په یوه ټوېټ کې ویلي وو چې د اسلامي امارت سیمهییز مسوولین د دغې ادارې ښځینه کارکوونکو ته دفترونو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

له دغو ممنوعیتونو وروسته، یوناما په افغانستان کې خپلو ۳۳۰۰ کارکوونکو ته -چې ۴۰۰ یې ښځینه دي- امر وکړ چې راتلونکې ۴۸ ساعتونه دې خپلو دندو ته نه ځي او د چهارشنبې په ورځ یې دغه امر تر نامعلومې مودې وغځاوه.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته ويلي چې دا مسله یوازې په ننګرهار کې د یوه څه ستونزې له امله را منځته شوې او د یاد بنسټ نور کارکوونکي په ولایتونو کې خپلو دندو ته دوام ورکوي.